کاپیسا کې د ۳۰ تنو وزرشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۳:۵۸
کاپیسا کې د ۳۰ تنو وزرشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په محمود راقي ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې محمد سهیل لومړی مقام، مزمل دویم مقام او نجیب درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او یوه سالمه تفریح برابرول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

کابل کې د ورزشي فدراسیونونو استازو ته د انټي ډوپینګ مقررات تشریح شول

له ډوپینګ سره د مبارزې نړۍوال آژانس (WADA) په لارښوونه او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې روغتیایي مسؤول ډاکټر عبدالرحمن حمید له لوري د آنلاین سمینار په ترڅ کې د ورزشي فدراسیونونو استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاکټر محمدخان لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۰
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لتس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد احمد. . .

BACK TO NEWS