کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت کوهستان ولسوالۍ په خادم ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سامبو سبک کې د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو وزنونو کې او د ځوانانو، نوي ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې پنځه تنه د نوي ځوانانو له کټګورۍ، ۱۰ تنه د ځوانانو له کټګورۍ او پنځه تنه له لویو ورزشکارانو کټکورۍ وټاکل شوه.
د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل او د کورش ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د کاپیسا ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، د اتلولۍ حکم او ستاینلیکونه ورکړل شو.
