کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې
د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په ګروپي ډول د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د حوادث ریاست لوبډلې خپلې سیالې پیروزي لوبډلې ته د ۸/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.