کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتحاد ده بابا علي لوبډلې خپلې سيالې الفجر لوبډلې ته د ۱۱/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
