کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د شه.ید ثاقب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شه.ید ثاقب لوبډلې خپلې سیالې پینده خېل وفادار لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
