کاپیسا؛ قول بابر لوبډلې د کاپیسا ټیپ بال سیالیو اتلولي خپله کړه
د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په نوآباد لوبغالي کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د قول بابر لوبډلې په لومړي او د الیون پشتون لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
د کاپیسا د ورزش مسؤولینو په خبره په دې سیالیو کې شپږو لوبډلو له مرکز او کوهستان دویمې ولسوالۍ څخه ګډون کړی ؤ.
د سیالیو موخه په کاپیسا کې د کرکټ وده او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول وو.
د سیالیو پایلوبه د بابر قول او الیون پښتون لوبډلو ترمنځ وه چې الیون پشتون لوبډلې په ۱۲ اورونو کې ۱۰۳ منډې وکړې، په پایلت کې بابرقول لوبډلې په ۱۰ اور کې دغه هدف پوره او لومړی مقام یې خپل کړ.
په پای کې د کاپیسا د ورزش مسؤولینو له لوري لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شول.
