کاپیسا؛ د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسنګ تشویقي سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۲۲
کاپیسا؛ د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسنګ تشویقي سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکاري او د یاد ولایت د کیک بکسنګ فدراسیون د نمایندګي له لوري د کاپیسا ولایت له بېلابېلو کلبونو څخه په مختلفو وزنونو کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسنګ تشویقي سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د نوموړي ولایت د ورزشي آمر، د کلبونو استادانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو په حضور کې ترسره شوې.

د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ورزشکارانو د ورزشي کچې لوړول ښودل شوي دي.

په پای کې د کاپیسا د ورزشي آمر له لوري غوره لوبغاړو ته تشویقي مډال، د اتلولي جام او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS