کاپیسا؛ د مولوي احسان الله ټیم د مولوي اظهار الله لوبډلې ته ماتې ورکړه
د فوټبال هغه سيالۍ چې په دې وروستيو کې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د پنځو ټيمونو په ګډون پيل شوې وې پرون پاى ته ورسېدې.
د کاپيسا ولايت د ورزش مسوولين وايي، دغه سيالۍ د کوچني اختر د نمانځلو او د ورزشکارانو ترمنځ د پيوستون په موخه پيل شوې وې په سوله ييزه فضا کې پای ته ورسېدې.
