کاپیسا؛ د البيروني پوهنتون د طب او ژورناليزم پوهنځيو لوبډلو د د پوهنتون د فوټبال سياليو وروستي پړاو ته لاره پيدا کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۱:۱
کاپیسا؛ د البيروني پوهنتون د طب او ژورناليزم پوهنځيو لوبډلو د د پوهنتون د فوټبال سياليو وروستي پړاو ته لاره پيدا کړه

د کاپيسا ولايت د ابوريحان البيروني پوهنتون د طب او د ژورناليزم پوهنځيو د فوټبال لوبډلو د دغه پوهنتون د فوټبال پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

دغه سيالۍ يوه مياشت وړاندې د البيروني پوهنتون د سپورت امریت له لوري د محصلینو د هڅونې او د فوټبال د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه د نهو پوهنځیو ترمنځ د تګ او راتګ په بڼه پیل شوې.

په پای کې د طب او ژورنالیزم پوهنځيو لوبډلو د یادو سیالیو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه

چې دغه پړاو به هم په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ تېر کال هم د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او سپورت امریت او د دغه ولايت د فوټبال فدراسيون په همکارۍ ترسره شوې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS