کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تګاب بازان لوبډلې خپلې سیالې شمشاد اتلان لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
