کاپیسا؛ السای ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ اتحاد قهرمان لوبډلې وګټلې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۰:۳۸
کاپیسا؛ السای ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ اتحاد قهرمان لوبډلې وګټلې

د کاپیسا ولایت په السای ولسوالۍ کې، د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، تېره ورځ اتحاد قهرمان لوبډلې وګټلې.

د والیبال په دې یو میاشتني ټورنمېنټ کې اتحاد مرکزي السای، جوانان تنبل خېل، جوانان سلطان خېل، جوانان لیچ، جوانان مرکزي او عقابان شاروخېل لوبډلو ګډون کړی و، چې موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول او وده ورکول و.

د سیالیو پایلوبې ته اتحاد او جوانان تنبل خېل لوبډلې ووتلې، چې د ۱-۲ په توپیر یې اتلولي اتحاد لوبډلې وګټله.

د یادونې ده، چې د ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته مډال، کپ او نورې بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS