کاپیسا؛ اتحاد چهار قوم لوبډلې د اله ساى ولسوالۍ د کرکټ لس اوره ټېپ بال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۱۸
کاپیسا؛ اتحاد چهار قوم لوبډلې د اله ساى ولسوالۍ د کرکټ لس اوره ټېپ بال سياليو اتلولي وګټله

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د اله ساى ولسوالۍ په ورزشي ميدان کې د اله ساى ولسوالۍ د شاو خوا سيمو د اووه لوبډلو په ګډون د کرکټ ټېپ بال لس اوريزې سيالۍ د اتحاد چهار قوم لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

دغو سياليو چې يوه مياشت يې دوام وکړ په پايلوبه کې يې د اتلان مرکزي او اتحاد چهار قوم لوبډلې سره ولوبېدلې، د لوبې پچه د اتلان مرکزي لوبډلې وګټله چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته ١١٩ منډې هدف ورکړ.

په مقابل کې د اتحاد چهار قوم لوبډلې ورکړل شوى هدف د لوبې په ٩.٤ اور کې پوره کړ او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د دې سياليو موخه د کرکټ ټېپ بال وده او پراختيا، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د کاپیسا ولایت اله ساى ولسوالۍ د کرکټ ټېپ بال لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۸/۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۸/۲ - ۱۱:۱۹
Background image

فياض احمد ابراهيمي د اسيايي سياليو په رزمي برخه کې د برنزو مډال وګاټه

د رزمي لوبو افغان ورزشکار فياض احمد ابراهيمي د نويو ځوانانو اسيايي سياليو په رزمي برخه کې خپل قرغیزستاني او هندي سيال ته په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او د برنزو مډال ګټونکی شو.

ه. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سیالیو دويمه لوبه کې مالديف ته ماتې ورکړه

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا اتلولي سیالیو په خپله دويمه لوبه کې مالديف ته د ۳ – ۰ میدانونو په توپیر ستره ماته ورکړه.

افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې سبا( جمعه، د. . .

BACK TO NEWS