کافا؛ افغان فوټسال ملي لوبډله نن وروستۍ برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کوي
افغان فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې نن د افغانستان په وخت کې یوه نیمه بجه خپله وروستۍ پنځمه سیالي د ترکمنستان پر وړاندې ترسره کوي.
یاده سیالي برخلیک ټاکونکې او مهمه ده، که افغانستان نن له ترکمنستان څخه سیالي وګټي او تاجکستان ایران ته ماته ورکړي؛ نو افغانستان د کافا جام تاریخي ګټونکی کیږي، که چېرته تاجکستان له ایران څخه ګټونکی نه شي او افغانستان ترکمنستان ته په نننۍ لوبه کې ماتې ورکړي، افغانستان د نوموړیو سیالیو نایب قهرماني ګټي.
په نننۍ لوبه کې د افغان فوټسال ملي لوبډلې درې پیاوړي لوبغاړي: فرزاد محمودي، سید حسین مسوي د ژېړ کارت له امله ،حمید رضا حسني د ناروغي له امله نه شي لوبېدلی، د نوموړیو لوبغاړو پر ځای نور لوبغاړي لوبډلې کې شامل شوي دي.
