کابل کې ۳۴ لوبڅارانو ته د فوټبال د لوبڅارۍ ښوونیز سیمنار پيل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۳۱
کابل کې ۳۴ لوبڅارانو ته د فوټبال د لوبڅارۍ ښوونیز سیمنار پيل شو

د فوټبال ملي فدراسیون له لوري په یاد فدراسیون کې له شلو ولایتونو څخه ۳۴ لوبڅارانو ته د فوټبال د لوبڅارۍ ښوونیز سیمنار پيل شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

په دغه ښوونیز سیمنار کې له مالیزیا هېواد څخه محمد روز علي بن یعقوبي او شمسوري او له جوردن هېواد څخه حسن محمد خالدي بهرنیو مدرسینو له لوري د فوټبال د لوبڅارۍ د زده کړې، د لوبڅارۍ نړۍ‌وال فدراسیون له اصولو سره د بلدتیا، د لوبو په تخنیکي اصولو او د لوبو په وخت کې د نظم د ساتلو په موضوعاتو تدریس کیږي.

د دغه سیمنار او د مدرسینو د پېژندنې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د یاد ریاست د نشراتو او عامه پوهاوي رییس اتل مشواڼي، د فوټبال ملي فدراسیون مسوولینو، مدرسینو او لوبڅارانو ګډون کړی وو.

د یاد سیمنار موخه د لوبڅارانو د ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۹:۳۸
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

BACK TO NEWS