کابل کې ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د بايسکل ځغلونې يو ورځنی روزنيز سمينار پيل شو

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د بايسکل ځغلونې د لوبڅارنې او روزنې يو ورځنی سمينار د المپيک د غونډو په تالار کې پيل شو.
په دې سمينار کې به د دې فدراسيون د بايسکل ځغلونې متخصص استاد علي اکبر، استاد شاداب نظري، استاد قيس صديقي او فرهاد حيدري له لوري د بايسکل ځغلونې د فري سټايل، BMX او BMT سبکونو، په سياليو کې د سرغړونې قوانينو او اصولو او په ورځنيو تمريناتو کې د ساتنې او خدمت په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل شي.
د ويلو ده، چې دغه سمينار د دې فدراسيون د سرپرست رئیس سید نبي الله سادات، د دې فدراسيون روزونکو او ورزشکارانو په شتون کې پيل شو، چې يوه ورځ به دوام وکړي.