کابل کې په لومړي ځل ۵۰ غرختونکو ته د غرختنې ښوونيز کورس پيل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۵۶
کابل کې په لومړي ځل ۵۰ غرختونکو ته د غرختنې ښوونيز کورس پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همغږۍ او د افغانستان او ايران د غرختنې ملي فدراسيونونو په مرسته د لومړي ځل لپاره ۵۰ غرختونکو ته د غرختنې علمي او منظم انلاين ښوونيز کورس پيل شو.

په دغه ښوونيز کورس کې له کابل، کندهار، باميان، بلخ، هرات، غور، غزني او بغلان ولايتونه غرختونکو ګډون کړی وو، چې د ایراني روزونکي له لوري ورته د غره ختلو په اصولو، نقشې لوستلو، د GPS وسیلو سره په کار کولو، لټون او ژغورنې، د غرونو طب، د واورې ښویدنې پیژندلو او له هغوی سره د چلند کولو، په غرونو کې د ژغورنې او مرستې او په تيږو د ختلو په اساساتو کې روزنه ورکول کیږي.

ياد ښوونيز کورس به په پیل کې د دوو میاشتو لپاره په نظري ډول ترسره شي، او له بشپړیدو وروسته به ایراني روزونکي د عملي او ساحوي روزنې لپاره د افغانستان یوه غرني ولایت ته واستول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۴۱
Background image

بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۵
Background image

جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرديان ولسوالۍ په جنګل اريغ کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.

د. . .

BACK TO NEWS