کابل کې نهو لوبډلو ترمنځ د کابل غوره لیګ فوټبال سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ په غازي سټډیوم کې د نهو لوبډلو ترمنځ د کابل فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ګلرنګ او مشعل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ګلرنګ لوبډلې د ٢/١ ګول په توپیر خپلې سیالې مشعل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او په پای کې به یې اتله لوبډله د هېواد په کچه د زونونو سیالیو ته لار ومومي.