کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۸
کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پینګ پانګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له شپاړلسو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره کېږي، چې له هرې کټګوریو ۱۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۳۰ تنه ورزشکاران کېږي د هېواد پینګ پانګ ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د افغانستان ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د یادې ادارې د امریتونو مسوولین، د پینګ پانګ ملي فدراسیون رهبري پلاوي، د ولایتونو استازي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د هېواد پينګ پانګ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۸:۲
Background image

کابل؛ د قوت الرمي ۶۰ ورزشکارانو ته د قوت الرمي ښوونيز او روزنيز سيمينار پیل شو

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د ۱۰ کلبونو څخه ۶۰ ورزشکارانو ته د قوت الرمي شپږم پړاو ښوونيز او روزنيز سمينار د هېواد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۷:۵۹
Background image

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې ازبکستان ته ماته ومنله

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله درېیمه لوبه ازبکستان ته د ٣ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له خپلو درې سیالیو څخه دوه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۷:۵۱
Background image

بلخ کې ۱۵ تنو ته د موی تای د لوبڅاري او روزنې سیمینار پيل شو

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې ۱۵ تنو ته د موی تای د لوبڅاري او روزنې سیمینار پيل شو، چې درې. . .

BACK TO NEWS