کابل کې د ۶۵ لامبو وهونکو ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۱۱
کابل کې د ۶۵ لامبو وهونکو ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د اوبو ورزشونو فدراسيون له لوري د کابل ښار په آمازون آبي مجتمع کې د ۶۵ لامبو وهونکو ترمنځ د کابل ښار له ۱۸ کلنو څخه کم عمره منتخبې لوبډلې ته د غوره لامبو وهونکو ټاکلو په موخه ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۸، ۱۰، ۱۲، ۱۴، ۱۶ او ۱۸ کلنو عمري کټگوریو او څلورو (بټرفلای، برست سټروک، فري سټايل او بک سټروک) سبکونو ترسره شوې، چې په پايله کې ۳۰ تنه غوره لامبو وهونکي د کابل ښار له ۱۸ کلنو څخه کم عمره منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

د ويلو وړ ده، چې په ورته وخت کې د ۷ تنو پارا يا معلولو لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې نمايشي سيالۍ هم ترسره شوې، چې په پای کې غوره لامبو وهونکو ته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۶ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږي د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۶ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د د احمدشاه دراني لېسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ مرادي ګروپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۲۹
Background image

د باسکټبال شپږڅلوېښتم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د باسکټبال ملي فدراسیون له لوري د هېواد د لسو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال شپږڅلوېښتم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې يوه اوونۍ وړاندې. . .

BACK TO NEWS