کابل کې د ۳۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۱۰
کابل کې د ۳۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ښار له ټولو زونونو د ۳۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او د ۴۵ کیلو ګرام څخه تر ۱۰۰ کیلو ګرام وزني کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۸۰ پهلوانان د کابل ښار د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS