کابل کې د ۳۵۰ پهلوانانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۸:۳۰
کابل کې د ۳۵۰ پهلوانانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له پنځلسو ولایتونو د ۳۵۰ پهلوانانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د نویو ځوانانو او د ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۴۰ پهلوانان د نویو ځوانانو د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته او ۴۰ پهلوانان د ځوانانو پهلوانۍ ملي لوبډلې ته، چې ټول ۸۰ تنه پهلوانان کېږي ملي لوبډلو ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسیون سرپرست ریئس قاري حیات الله رحماني، د پهلوانۍ فدراسیون د ولایتونو استازي، تجربه لرونکو پهلوانان، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د نویو ځوانانو او ځوانانو د پهلوانۍ ملي لوبډلو ته د غوره پهلوانانو موندل دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS