کابل کې د ۳۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د ځوانانو د سوک وهنې ۲۳م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۴:۵۷
کابل کې د ۳۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د ځوانانو د سوک وهنې ۲۳م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د سوک وهنې په مرکزي جمنازيوم کې د کابل ولايت له ۸۵ کلبونو څخه د ۳۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د ځوانانو د سوک وهنې ۲۳ پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسيون رييس قدير سلطاني، د ياد فدراسيون مسوولينو، د سوک وهنې ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ د ځوانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د ۴۸ کيلو ګرام څخه تر ۹۲ کيلو ګرام پوري په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۶ ورزشکاران د کابل ولايت د سوک وهنې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د کابل ولايت د سوک وهنې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې ۹ ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۷:۴۱
Background image

له کابل تر ننګرهاره؛ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې جاده یي سبک سیالۍ ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د جاپان ایچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو کې محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرام او حامد اشرفي په ٦٥ کیلو ګرام وزنونو کې د برنزو دوه مډالونه وګټل.

به دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۲۶
Background image

هرات کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري او د واليبال فني فدراسيون په د ياد رياست د ورزشي فدراسيونونو ۱۵ لوبډلو ترمنځ همکارۍ د ياد ګار جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS