کابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۳:۰
کابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزن پورته کولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدنې روزنې او سپورټ لوی رياست په همکارۍ او د وزن پورته کولو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په لسو عمري کټگوريو کې د يوې ورځې لپاره د وزن پورته کولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې ۱۵ ورزشکاران د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره شول او همدارنگه څو ورځې وروسته به د کندهار ولايت په کوربتوب د ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شي.

د وزن پورته کولو ملي فدراسيون مسؤلينو د دغو سياليو موخه د راتلونکو لوبو لپاره د ورزشکارانو چمتو والی او د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل ياد کړل، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS