کابل کې د ۲۷۵ ورشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۴۲
کابل کې د ۲۷۵ ورشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د مرکز له څلورو زونونو د ۲۷۵ ورشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ په ۱۳ بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۶ تنه ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسیون د رهبري غړي، سوک وهونکي او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د نویو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS