کابل کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۲۵
کابل کې د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست د ووشو په مرکزي جمنازيوم کې د ژمي جام په نوم د کابل ښار له ۴۰ کلبونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو پرانيستغونډې کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست د نشراتو رييس الله محمد اتل مشواڼي، د ووشو فدراسیون مسولینو، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو ترمنځ له ۴۲ کيلو ګرامه څخه تر ۱۰۰ کيلو ګرامه پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې پيل شوې.

د يادو سياليو موخه د ووشو ورزش ته وده ورکول دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۶
Background image

کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۳۱ ولايتونو څخه د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۲
Background image

اړین وضاحت

د ' زید صالحي " په نوم افغان ورزشکار په خواله رسنیو کې شکایت کړی، چې ګواکې حق یې تلف شوی دی، د هیواد د ورزش اداره په پوره باور سره یادونه کوي، چې زموږ د انتخاب معیار وړتیا او استعداد دی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۱۹
Background image

کونړ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS