کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ګراسروټ فوټبال جشنواره ترسره شوه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۳:۳۹
کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ګراسروټ فوټبال جشنواره ترسره شوه

د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د آسیايي فوټبال کنفدراسیون (کافا) سره په همغږي د فوټبال په ملي فدراسیون کې د پلازمېنې کابل له لسو لوبډلو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ګراسروټ فوټبال ورزشي جشنواره ترسره شوه.

په دغه جشنواره کې د تنکیو ځوانانو او نویو ځوانانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې (فوټبال ته د ماشومانو د هڅولو) په نوم یې له یو بل سره ورزشي نمایشات ترسره کړل.

د دغې جشنوارې د پیل په مراسمو کې د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د یاد فدراسیون رهبري غړو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

دغه جشنواره فوټبال ته د تنکیو ځوانانو او نویو ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS