کابل کې د ۱۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بدن ښکلا ملي فدراسیون له لوري د ۱۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۵۵ کیلو ګرام نه تر ۹۵ کیلو ګرام وزنونو کې د کابل ښار شمال زون بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ په پایله کې د ۱۹۰ ورزشکارانو له ډلې په بېلا بېلو وزنونو کې پنځه- پنځه ورزشکاران، چې ټول ۲۵ تنه ورزشکاران کېږي د شمال زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د دغو سیالیو د پای مراسمو کې د هېواد د ورزش او المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ او د دې برخې زیات شمېر مینوال راغلي وو.
د یادو سیالیو موخه د کابل ښار شمال زون منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.