کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو پارټ فايټ سبک دوستانه سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو څخه د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو پارټ فايټ سبک دوستانه سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ به د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به يې ګټونکو ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه ورکړل شي.
د يادو سياليو موخه د رزمي لوبو پارټ فايټ سبک ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه ورځ به دوام وکړي.
