کابل کې د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۹:۱۸
کابل کې د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۱۶ ولايتونو ترمنځ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د هنډبال درېيم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د بلخ، باميان، جوزجان، سرپل، غور، کونړ، کندز، لوگر، لغمان، ننگرهار، ميدان وردگ، باميان، پروان، هرات، کابل منتخب او کابل الف لوبډلو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د ننګرهار او لوګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ننگرهار لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۹ پر ۸ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثیق وويل: الحمدلله د هېواد ورزش د نورو کلونو په پرتله ډېره وده کړې ده نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: ورزشکارانو ته ډاډ ورکوو، چې د هېواد ورزش اداره به هيڅ ډول امکانات له دوی څخه ونه سپموي.

ښاغلي وثیق همدراز زياته کړه: د امن له برکته د نورو هیوادونو روزنکي هېواد ته راځي او له ورزشکارانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلې تجربې شریکوي.

ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام ورکړي او په پای کې به ۱۸ تنه ورزشکاران د هېواد هنډبال ملي لوبډلې ته غوره شي.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د ورزش ادارې سلاکار قاري حيات الله رحماني، د المپيک کمېټې اجرائيه ریيس پاينده محمد اختري، د دعوت او ارشاد رييس مولوي داد محمد بريال عطايي، د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼی، د هنډبال فدراسيون مسؤلينو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو گډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS