کابل کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د کابل ورزشي رياست له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ کونګ فو سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ به د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به ۱۶ غوره ورزشکارانو د کابل ګونګ فو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د يادو سياليو موخه د کونګ فو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
