کابل کې د ۱۵۰ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې په برخه کې د ټولشموله ورزشونو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۲۳
کابل کې د ۱۵۰ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې په برخه کې د ټولشموله ورزشونو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو د آمریت له لوري د ټولشموله ورزشونو په نوم د ځغاستې سیالۍ د مرکز او ولایتونو څخه د ۱۵۰ تنو ورزش کارانو تر منځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له ۱۸ کلنو څخه تر ۴۰ کلنو د بېلابېلو برخو ورزش کارانو ترمنځ په پنځه کیلو متري واټن کې سیالي ترسره شوه چې په پایله کې یې له غزني ولایت څخه محمد بشیر عبدالله يي لومړی، مجتبی فقیر زاده دویم او محمد شریف درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملې کمېټې او بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او ملسکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د ټولشموله ورزشو رهبري هیئیت، د کابل ژوبڼ ریاست رهبري، د بېلابېلو برخو ورزش کارانو او ګڼو د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق په دغو مراسمو کې وویل: ورزش د روغتیا او د هېوادونو ترمنځ د یووالي ضامن دی، موږ نن د ځغاستې د سیالیو شاهدان یوو چې ورزش کاران مو د سولې او امن په فضأ کې له کوم قومي، سمتي، مذهبي او ژبني تعصب پرته سیالي کوي.

ښاغلي وثیق همداراز زیاته کړه، چې د هېواد د ورزش اداره تل هڅه کوي چې په ټول هېواد کې ورزش ته وده ورکړي او د افغانستان ورزشي ټولنې ته خدمت وکړي.

د دغو سیالیو موخه د ټولشموله ورزشونو وده او د ځغاستې ورزش کارانو ملاتړ ښودل شوی دی، چې په پای کې د یادو سیالیو د مسؤولانو له لوري ګټونکو لوبغاړو ته کپ، ستاینلیکونه او نغدې پیسې د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS