کابل کې د ۱۴۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کابل ښار د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۱۹
کابل کې د ۱۴۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کابل ښار د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له پنځو زونونو څخه د ۱۴۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کابل ښار د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې دولس ورځې به دوام وکړي.

دغه سيالۍ د پهلوانانو ترمنځ د کابل ښار د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه په بېلابېلو وزنونو کې پيل شوي دي، چې په پايله کې به ۸۰ غوره پهلوانان د لوبڅارانو د پلاوو د تشخيص وروسته د کابل ښار د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چي د دغو سياليو په پرانيستغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ورزشي مشاور او د پهلوانۍ فدراسیون رئیس قاري حيات الله رحماني، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د پهلوانۍ ملي فدراسيون د رهبرۍ غړو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د پهلوانۍ د برخې ځوانانو استعدادونو ته وده ورکول او د کابل ښار د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS