کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۲۰:۴۱
کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ وشوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کونګ فو ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت د ۲۵ کلبونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ، په درې عمري کټګوريو( نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو ) کې د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې «د استعدادونو د ودې جام» په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ وشوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رييس مولوي عتيق الله خالد، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير د کونګ فو ورزش مينوالو ګډون کړی وو.

په دې سياليو کې ۱۴۰ ورزشکارانو د کونګ فو په بازمايانا سبک کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې ۷۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې او د کونګ فو فدراسيون د مسولينو له لوري ورته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د کونګ فو ورزش د ورزشکارانو، د هڅونې او ودې لپاره پيل شوې وې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS