کابل کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۴
کابل کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پيل شوې

د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په اسکیتستان کې د کابل ښار ختیځ زون له ۲۲ کلبونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې په موخه د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په پيل مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د پهلوانۍ ملي فدراسیون رهبري پلاوي او مینوالو ګډون کړی وو.

دغه سیالۍ به د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او د ۳۲ کیلو ګرام څخه تر ۶۵ کیلو ګرام وزني کټګوریو کې ترسره شي.

یادې سیالۍ د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې د نماځلو په موخه ترسره کېږي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS