کابل کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې شپږم پړاو سيالۍ پيل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۱۶ - ۱۷:۱۷
کابل کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې شپږم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار په يکه توت وزلوبې لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې او وزلوبې شپږم پړاو سيالۍ، چې لس ورځې به دوام وکړي، د يو لړ ځانگړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د وزلوبې په شپږم پړاو سياليو کې د سرپل، تخار، هرات، فاریاب، یما پطرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشیر، جوانان بلخ، سمنگان او کندز لوبډلو گډون کړی، چې د هېواد پر چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان هېوادونو چاپندازان هم پکې شتون لري.

د ويلو ده، چې په دغو سياليو کې له پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او زابل ولايتونو څخه د نيزه وهلو لوبډلو هم گډون کړی، چې د وزلوبې سياليو په جريان کې به ترسره شي.

د ياد ليگ د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثیق،د ملي راډيو ټلوېزيون عمومي رييس قاري يوسف احمدي، د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د هېواد د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د دغه رياست مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي، د يادې ادارې د دفتر رييس مولوي فضل الرحمن بری، د هېواد د ورزش ادارې ورزشي مسؤلينو، د ولايتونو د ورزش مسؤلينو او د يادې لوبې گڼ شمېر مېنوالو گډون کړی وو.

د وزلوبې او نيزه وهنې شپږم پړاو سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق خوښي څرگنده کړه او د ولايتونو ورزشي مسؤلينو او ورزشکارانو ته يې د ښه راغلاست ويلو ترڅنگ د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې يادې سيالۍ يې په ښه ډول چمتو او پيل کړې.

ښاغلي وثیق همداراز زياته کړه: په تېر يوه کال کې مو ورزشکارانو د يوسلو لسو (۱۱۰) څخه زيات نړيوال مډالونه د افغانستان په نوم ثبت کړل، په داسې حال کې چې د هېواد ورزش اداره د ورزشکارانو د ودې او پرمختگ په برخو کې د هغوی هميش ملاتړ کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS