کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک څلورم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۲۰:۴۱
کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک څلورم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هېواد له اتلسو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک څلورم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۸ ورزشکاران د هېواد جمناستیک ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د دغو سیالیو د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د جمناستیک ملي فدراسیون رهبري او د جمناستیک برخې ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې رئیس مولوي احمد الله وثیق ټاکل شوو ورزشکارانو ته مبارکي وویلې او دغه ډول سیالۍ یې د ورزشکارانو او د ورزش د ودې لپاره ډېرې مهمې یادې کړې او همدارنګه یې زیاته کړه: د هېواد ورزش اداره د ورزش په ټولو برخو کې له دوی سره همکاره ده او په همدې هڅه کې ده، چې ورزش ته په ټولو برخو کې وده ورکړي.

د یادو سیالیو موخه جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو او غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS