کابل کې د څه باندې ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۳۴
کابل کې د څه باندې ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

دالمپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسيون سره په همغږۍ د کابل ولايت په شپږمه ناحیه کې د يو ملي پانګوال له لوري د څه باندې ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د (( قهرمان اسيا نمبر ۲ )) په نوم د سنوکر يو معياري او په عصري وسايلو سمبال کلب پرانيستل شو.

د دغه کلب د پرانيستې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې د پلان او ستراتيژۍ سلاکار او د سنوکر ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال ګلاب الدين خپلواک، د دې فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير د سنوکر مينوالو ګډون کړی و.

د ياد کلب د پرانيستې، د سنوکر ورزش د ودې او د ځوانانو د هڅونې په موخه د کابل ولايت له ۸۰ کلبونو څخه د ۱۱۳ ورزشکارانو ترمنځ په درېوو عمري کټکوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او ماسټرانو کې د سنوکر تشويقي سيالۍ پيل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې يې محمد صادق محمدي ۳ ـ ۰ خپل سيال احمد حسين حيدري ته ماتې ورکړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه تشويقي سيالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS