کابل کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۰:۴۴
کابل کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په همغږي او د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د ياد ریاست په پنځه سوه کسیز ورزشي جمنازیوم کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

يادې سیالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوري کې ترسره شوې چې د تنکیو ځوانانو له کټګوري څخه شهیر، د نویو ځوانانو له کټګوري څخه احمد، د ځوانانو له کټګوري څخه حیدر او د لویانو له کټګوري څخه باسط د سرو زرو، یاسر، نعمت، اعجاز او سبحان الله د سپينو زرو او رحیم الله، سهراب، مصطفی او احمد سجاد په ترتیب سره د برنزو مډالونه وګټل.

د یادو سیالیو د نندارې لپاره د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د سياليو د برابرولو آمر عزیز الرحمن ملنګ، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي بریال عطايي او د ورزش ګڼ مینوال راغلي وو.

دغه سيالۍ چې د نېکمرغه لوی اختر د نمانځلو په مناسبت ترسره شوې، په پای کې یې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS