کابل کې د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۱۵
کابل کې د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون له لوري، د سور صليب نړيوالې کمېټې په همکارۍ او د نووف اونلوس خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ د هېواد د شپږ غوره الف لوبډلو ترمنځ درې ورځې وړاندې پيل شوې، د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټې سيالۍ، د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د ۶ لوبډلو ( کابل، بلخ، بدخشان، ننګرهار، فارياب او هرات) ترمنځ پيل شوې وې، چې په پايلوبه کې يې نن چهارشنبه د کابل ويلچر باسکټبال لوبډلې خپلې سيالې بلخ لوبډلې ته د ۷۲ ـ ۴۹ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه راز د بلخ لوبډلې دويم مقام او بدخشان لوبډلې بیا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې، د المپيکي چارو رييس ښاغلي داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې مشاور او د پارا المپيک ملي فدراسيون سرپرست رييس، محمد يوسف افتخار، د سور صليب نړيوالې کمېټې مالي رييس، مارک ريورز، د نووف اونلوس خيريه مؤسسې مشر البرټو کایرو او نورو مسوولينو ګډون کړی وو.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د لوبغاړو د ظرفيتونو د لوړولو او ملي لوبډلې ته د غوره څېرو پيژندلو په موخه کابل کې د سور صليب نړيوالې کمېټې په جمنازيم کې پيل شوې وې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۲۰ ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ۲۰ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS