کابل کې د هېواد ورزش ادارې د رهبري له لوري د سوک وهنې دوه مډال راوړونکي ورزشکاران وستایل

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۱۳
کابل کې د هېواد ورزش ادارې د رهبري له لوري د سوک وهنې دوه مډال راوړونکي ورزشکاران وستایل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رهبرې له لوري د کابل ښار د سوک وهنې د نویو ځوانانو د ټاکنیزو سیالیو ترڅنګ د سوک وهنې (پوریای ولي جام) په نړۍ‌والو سیالیو کې دوه مډال راوړونکي ورزشکاران وستایل شول.

دغه ستاینغونډه د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدارڼ په حضور کې ترسره شوه، چې په کې هغه دوه د برنزو مډال راوړونکي ورزشکاران په ډالیو وستایل شول، چې په خپلو وروستیو لوبو کې ایراني سیالانو ته ماتې ورکړې وه.

د پوریای ولي جام په نوم د سوک وهنې دغه نړۍ‌والۍ سیالۍ د نړۍ اتو هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ د روان میلادي کال په ۲۶ نېټه پیل شوې وې او د مې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې دوام وکړ، چې له افغانستان څخه پکې اووه ورزشکارانو ګډون کړی و.

د ستاینغونډې دغه مراسم د سوک وهنې ملي فدارسیون د رهبري غړو، د ملي لوبډلو ورزشکارانو او د ورزش ادارې د مسؤلینو په حضور کې ترسره شول، چې د ورزش مسؤلینو له لوري د یادو ورزشکارانو هڅې وستایلې شوې او د ځوانو استعدادونو پر لا زیات ملاتړ یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

BACK TO NEWS