کابل کې د ملي لوبډلې ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۹
کابل کې د ملي لوبډلې ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د ملي لوبډلو د نویو ځوانانو او ځوانانو د ۱۸ لوبغاړو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې یوه ورځ به دوام وکړي.

دغه سیالۍ د چين بیجینګ ښار کې د ووشو اسیایي سیالیو ته د غوره لوبغاړو د موندنې په موخه ترسره کېږي، چې له مخې به درې لوبغاړي یادو سیالیو ته د هېواد په استازولۍ غوره شي.

د نویو ځوانانو او ځوانانو لسم پړاو اسیایي سیالۍ به دوې میاشتې وروسته د اسیایي هېوادونو لوبغاړو ترمنځ په تالو او ساندا سبکونو کې د چین په کوربتوب بیجینګ ښار کې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لور ي د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او خوسي دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ ځوانانو په عمري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۱۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ٣٠. . .

BACK TO NEWS