کابل کې د لسو ولايتونو ترمنځ د سرو زرو کمربند اتلولۍ لومړي پړاو تر نامه لاندې د موتای سيالۍ پيل شوی

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۴۲
کابل کې د لسو ولايتونو ترمنځ د سرو زرو کمربند اتلولۍ لومړي پړاو تر نامه لاندې د موتای سيالۍ پيل شوی

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موتای ملي فدراسيون له لوري او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په همکارۍ د هېواد د ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ ( د افغانستان د غوره څيرو دسرو زرو کمر بند لومړي پړاو د موتای اتلولۍ سيالۍ ) تر نامه لاندې د موتای سیالۍ، د کابل ولايت د ښکلوو هنرونو او صنايعو انسټیټیوټ کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به د کابل په ګډون د لس ولايتونو څخه ۲۰۰ ورزشکاران په څلورو عمري کټګوريو ( کوچنيانو، نوې ځوانانو، ځوانانو او لويانو )، په بېلابیلو وزنونونو کې د کمربند د ګټلو لپاره د يو بل پر وړاندې سیالي ترسره کړي، چې غوره لوبغاړې به يې ملي او نړيوالو سياليو کې ولوبیږي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د افغانستان په کچه د موتای غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۴۱
Background image

بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۵
Background image

جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرديان ولسوالۍ په جنګل اريغ کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.

د. . .

BACK TO NEWS