کابل کې د لامبووهنې لوبې وشوې
کابل ولایت کې د لامبووهنې فدراسیون له خوا لوبې جوړې شوې وې، چې نن په مرکز کابل کې وشولې.
په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد فدراسیون رییس قاسم حمیدي مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د فوټسال تر نوولس کلنو کم عمره لوبډلې د بریا مبارکي لوبغاړو او هېوادوالو ته وویله.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش رییس ښاغلي نظرمحمد مطمئن خوښي وښودله، چې د فوټسال لوبډلې تر ستاینغونډې وروسته د لامبووهنې لوبو کې ګډون کوي.
همدارنګه د لامبووهنې فدراسیون له رییس او نورو چارواکو یې مننه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول او خدمت ته یې مخه کړه.
ښاغلي مطمئن همدارنګه د اسلام له نظره د لامبووهنې ارزښت ته اشاره وکړه او لامبووهنه یې مهم ورزش یاد کړ. همدارنګه د لامبووهنې فدراسیون د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
د یاد فدراسیون د رییس په وینا؛ له دغو لوبغاړو ۳۰ ورزشکاران ټاکي او دوی به د لامبووهنې ملي سیالیو کې ګډون وکړي، چې بلخ ولایت کې کېدونکې دي.
د مراسمو په پای کې د لومړي، دویم او درېیم مقامونو ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
هېره دې نه وي، چې په دغو لوبو کې ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمرونو کې یې لوبې وکړې.
