کابل کې د قوت الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سر تا سري سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۷
کابل کې د قوت الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سر تا سري سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د قوت الرمي ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰ څخه زياتو ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سر تا سري سيالۍ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به ورزشکاران په درې عمري کټګوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې په تک فايټ ډول سيالۍ ترسره کړي، چې په پای کې به يې غوره څېرې د قوت الرمي راتلونکو سياليو ته ور وپيژندل شي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د قوت الرمي فدراسيون رئیس علي شاه محمدي، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د يادو سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري د وينا پر مهال وويل، د الله په فضل، اوس د هېواد ورزش اداره د تېر په پرتله په ټولو برخو کې ښه ورزشي امکانات لري او د ورزشکارانو په خدمت کې دي.

دغه راز نوموړي له ټولو ورزشي مسولينو په ځانګړي ډول د قوت الرمي فدراسيون مسوولينو څخه وغوښتل لکه څنګه ،چې دغه ورزش په مسلکي بڼه مخ ته وړئ ورزش د خپلو ښو اخلاقو او کلتور نمونه وګرځوئ.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د هېواد په کچه د قوت الرمي د غوره څېرو د پيژندلو او د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

اتلتیکو بلبائو او رئال سوسیداد د اسپانیا حذفي جام کې نیمه پایلوبې ته ووتې

د اسپانیا حذفي جام فوټبال سیالیو اتو غوره لوبډلو پړاو کې اتلتیکو بلبائو لوبډلې والنسیا ته د ۲ - ۱ او رئال سوسیداد لوبډلې دیورتیو الاوس ته د ۳ - ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او دواړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

ارزګان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په چهارچینو ولسوالۍ کې داتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د وادن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پیروزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS