کابل کې د فوټبال ۲۷ روزونکو ته د D درجې ښوونيز سمينار پای ته ورسېده
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري په ياد فدراسيون کې د هېواد ۲۷ روزونکو ته د فوټبال D درجې ښوونيز سمينار، چې شپږ ورځې مخکې پیل شوی و پای ته ورسېده.
د دغه ښوونيز سمينار د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د فوټبال مدرسينو او يادو روزونکو ګډون کړی و.
ياد سمينار، روزونکو ته په نظري او عملي ډول ترسره شو، چې په هېواد کې د فوټبال معياري کولو او ودې ورکولو په موضوعاتو خبرې وشوې.
د ياد سمينار موخه د روزونکو ظرفيت لوړول او په هېواد کې د فوټبال معياري کول و؛ د سمينار په پای کې ګډون کوونکو روزونکو ته د فوټبال د روزنې D درجه سندونه ورکړل شول.
