کابل کې د تکواندو یوولسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۱
کابل کې د تکواندو یوولسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د هیواد په کچه د تکواندو يوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د المپیک کمېټې ، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د همدې فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې نن پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک کمېټې ، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د فدراسیونونو رئیس محمد اعظم کوهي، د تکواندو ملي فدراسيون رئیس ډاکټر نجیب الله سکندر او مینوالو ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک کمېټې ، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق وویل « ټول فدراسیونونه مکلف دي، چې خپلې ټاکنيزې سیالۍ ترسره کړي او موږ کوښښ

کوو، چې هر ډول ملاتړ مو وکړو.» نوموړي زیاته کړه؛ د تکواندو په څانګه کې موږ له نړیوالو ډګرونو ډېر مډالونه لرو او کوښښ کوو چې لوبغاړو ته د بهرنیو سفرونو زمینه برابره کړو.

همدارنګه ښاغلي وثیق وویل: خوښ یم چې د لوبغاړو عصریه منظور شوه او له قطر هیواد سره هم د سپورټ په برخه کې د مرستو هوکړې ته رسېدلي یوو.

په دغو سياليو کې به تکواندو کاران د لویانو په عمري کټګوري او له ٥٤ کیلو ګرام څخه تر ١٠٠+ کیلو ګرامه وزني کټګورۍ پورې له یو بل سره سیالۍ وکړي.

دغه سیالۍ، چې تکواندو ملي لوبډلې ته د ۳۲ لوبغاړو د ټاکلو په موخه تر سره کيږي، درې ورځې به دوام کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

#افغانستــان #امن #ورزش #کابل #جشنواره #غېږنیونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

#ورزش

#افغانستــان

#کابل

#امن

BACK TO NEWS