کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۸
کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د باسکټبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د باسکټبال ملي فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي و.

يادې سيالۍ د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ( سره مياشت، کابل پولي تخنيک پوهنتون، پيشکسوتان، معارف الف، معارف ب او ښوونې او روزنې) ترمنځ پيل شوې، چې لومړۍ لوبه کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې کابل پولي تخنيک پوهنتون لوبډلې ته ۸۴ ـ ۴۰ ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د باسکټبال «الف» او «ب» لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندلو او ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۱۲ تنه «الف» لوبډلې ته او ۱۲ تنه «ب» لوبډلې ته غوره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS