کابل کې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د والیبال ملي لوبډلې د تمریني کمپ لومړی پړاو پای ته ورسېده

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۶:۳۷
کابل کې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د والیبال ملي لوبډلې د تمریني کمپ لومړی پړاو پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ملي لوبډلې ۳۰ لوبغاړو ته د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د والیبال ملي لوبډلې د تمریني کمپ لومړی پړاو، چې یوه میاشت مخکې پيل شوی و، د غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېده.

د دغه کمپ په لومړۍ پړاو کې د هېواد له ټولو ولایتونو ۱۸ غوره لوبغاړو دویم پړاو ته لاره ومونده، چې په دویم پړاو کې به له یو بل سره د سیالیو وروسته ۱۴ لوبغاړي د اسیا مرکزي زون د اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د هېواد د والیبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

یاد تمریني کمپ لومړۍ پړاو د هېواد د ملي لوبډلې روزونکي محمد اسدالله یي له لوري په نظري او عملي ډول ترسره شو. دغه تمرینات داسې طرحه شوي و، چې فني مهارتونو د پیاړوتیا ترڅنګ باید د لوبغاړو ذهني او جسمي ودې او چمتووالي ته هم خاصه پاملرنه وشي.

د دغه کمپ د لومړي پړاو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دعوت او ارشاد رییس مولوي داد محمد بریال عطایي او لوبغاړو ګډون کړی وو.

په پای کې مولوي داد محمد بریال عطایي په خپلو خبرو کې لوبغاړو ته د بریا ترڅنګ د ورزش په برخه کې د شرعي اصولو په رعایت ټینګار وکړ او هغوی ته د خیر دعا وکړه او همدارنګه یې لوبغاړو ته یې توصیه وکړه، چې په کلک هوډ او قوي ارادې سره د پرمختګ په لوري ګامونه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد تمریني کمپونو وروسته به ۱۴ غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته وټاکل شي او د اسیا مرکزي زون اتلانو سیالیو کې، چې ۲۰۲۵ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۲ نېټه پيلیږي ګډون وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

بلخ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۰
Background image

بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.

د. . .

BACK TO NEWS