کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستيال او کابل کې د اندونیزیا د سفير مرستيال د فوټبال ملي فدراسيون له رييس سره وليدل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۹:۲۱
کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستيال او کابل کې د اندونیزیا د سفير مرستيال د فوټبال ملي فدراسيون له رييس سره وليدل

کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان(OIC) مرستيال ښاغلي خليل ابراهيم اوکور او کابل کې د اندونیزیا سفارت د سفير مرستيال ريکي سوباگجا د افغانستان فوټبال ملي فدراسيون له رييس محمد يوسف کارګر او رهبرۍ غړو سره د هغه په کاري دفتر کې وليدل.

په دغه ليدنه کې، د فوټبال ملي فدراسيون رييس ښاغلي کارګر، دواړو مرستيالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د ورزش د ودې او پر مختګ په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او له اسلامي هېوادونو يې په افغانستان کې د ورزش د ودې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستيال ښاغلي اوکور، په افغانستان کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره ترسره شوې هڅې وستايلې او د هر ډول ګډو همکاريو ډاډ يې ورکړ.

همدارنګه کابل کې د اندونیزیا هېواد د سفارت د سفير مرستيال ښاغلي ريکي سوباګجا وويل، چې موږ د تل په څېر له افغانستان سره د سپورټ په برخه همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکوو.

د يادې ليدنې په پای کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسيون رييس محمد يوسف کارګر دواړو مرستيالانو ته د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لباس او نښان ډالۍ کړل او د دوی له راتګ او ملاتړ يې مننه وکړه.

 

کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستيال او کابل کې د اندونیزیا د سفير مرستيال د فوټبال ملي فدراسيون له رييس سره وليدل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS