کابل کېې د تورې وهلو سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۱:۳۵
کابل کېې د تورې وهلو سیالۍ پیل شوې

کابل ولایت کې د تورې وهلو فدراسیون له لوري د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۳۰ ورزرشکارانو ترمنځ په دوو څانګو فوئل او اپه کې د تورې وهلو سیالۍ پیل شوې چې یوه ورځ به دوام وکړي.

د دې سیالیو په مراسمو کې د المپيیک ملي کمېټې او ورزش رئيس نظر محمد مطمئين هم ګډون کړی او دا سیالۍ يې له نږدې ننداره کړې.

ښاغلي مطمئين د دې سیالیو په مراسمو کې وویل: توره وهل له اسلامي ورزشونو شمېرل کېږي چې د اسلام مبین دین يې په زده کړې ټینګار کړی او زیاته يې کړه موږ بشپړه هڅه کوو چې دې ورزش ته تر ولایتونو پورې پراختیا ورکړو.

د دې سیاليو په پای کې غوره لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلې له پاره ټاکل کېږي.

د تورې وهلو فدراسیون مشر طارق روشنګر په خبره د دې سیالیو موخه د تورې وهلو ورزش ته پراختیا ورکول دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۹ - ۲۱:۹
Background image

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۹ - ۲۱:۶
Background image

ننگرهار کې د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ورزش رياست په همکارۍ، د بدن ښکلا او فټنيس فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۹ - ۲۱:۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو دودیزې سیالې د سید انور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS